IQNA

د وحشي صهیونیسټانو په حملې کې ۱۴پيړۍ مخینې درلودونکی  العمری جومات هم شهیدشو

14:28 - October 22, 2023
د خبر لمبر: 3488151
ایکنا-(غزه) دفلسطین په غزې کې مسجدالعمری چې ۱۴پيړۍ مخینه لرونکی  دنړۍ یو ترټولو پخوانی جوماتدی،  اوا تل د مسلمانانو د اجتماع یو لوي مرکز پاتې شوی ،د وحشی صهیونیسټي رژیم په بې رحمه او بې آمانه بمباریو کې په کنډوالې بدل شو.

ایکنانیوز د  الوطن نیوز له قوله راپور راکړ،جنایتکار صهیونیسټي رژيم هغو نړیوالو قوانینو ته له پامه پرته چې پر تاریخي ودانیو ،روغتونونو او دینی مرکزونو باندې حملې منع کوي، په غزې کې ئې دینی ودانۍ، درملتونونه  او بیخ بینائي تاسیسات ټارګټ کړي او هماغه راز خپلو وحشي ډوله جنایتونو ته دوام ورکوي.

العمري جومات د غړې تړانګې په جبلیه کیمپ کې واقع دی  چې  د وحشي صهیونیسټانو له خوا پرې برید شوی  دی . په پیل کې  ئې یوازې مینارې باقي پاتې وې  ،خو وحشی ډوله صهیونیسټانو  له دې وروسته هم په دې بسّنه ونه کړه او باقي پاتې برخه ئې په کنډوالې بدله کړه.

د العمري جومات  د جوړیدا مخینه چې  د دوهم خلیفه سره دجوړیدا د نسبت په دلیل ئې نامه هم العمری کيښودل شوې ده ،۱۴۰۰کاله پخوا وخت ته ورګرځي.

دغه جومات د صلیبي  جنګونو ترپړاوه  په غزې او شاوخوا سیمو کې د زیارتوالو لپاره  یو مقصد ځاي پاتې شوی دی. دغه  جومات په فلسطین کې دریم لوي جومات حسابیږي او  مساحت ئې پر کابو څلور زره مربع میټره زیات دی .

 په دغه جومات کې یو مشهور کتابتون هم دی  چې مخینه ئې تر سلګونو کلونو پخوا وختونو ته ورګرځي . مسجد العمري د ځانګړۍ معمارۍ په  دلیل د اسلامی هنر په یوه ورکوټي میوزیم  مشهور ؤ دغه جومات مملوکي معماری  درلوده او مینارئ ئې  هم په څو ضلعو  سره په مملونکي سټایل سره  وې  د عمری جومات  ترټولو لوړه میناره  چې اته کونجونه ئې درلودل ، په فلسطین کې د مملوکي معمارۍ  یوه ترټولو ښه نمونه حسابیدله.

وئيل کیږي ، چې د غزې  مظلومو خلکو  په دغه تاریخي ودانۍ په نښه کولو باندې په اعتراض کې د جمعې لمونځ هم ددغه جومات په کنډوالې قایم کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4176869

captcha